په ټولټاكنو كښې ووټرانو لپاره زياتره پولنګ سټېشنز په كلوميټر كښې دننه باوري كړې شوي وو۔ ډاکټرطارق فضل چوهدري

اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته ووئيلې شوو چې د تېرو ټولټاكنو كښې ووټرانو لپاره زياتره پولنګ سټېشنز په كلوميټر كښې دننه جوړول باوري كړې شوي وو۔ د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونده كښې د پوښتنو دمې په مهال د عاليه کامران د پوښتنې په ځواب ډاکټر طارق فضل چوهدري ووئيل د ټاكنو اېكټ له مخې ووټرانو لپاره په يو كلوميټر كښې پولنګ سټېشن جوړول ضروري دي٬ په كال 2018 كښې 85 زره 58 پولنګ سټېشنز وو او په كال 2024 كښې په دې كښې د 7000 پولنګ سټېشنز اضافه وشوه٬ دا عمل د دغه اېكټ له مخې ترسره كړے شو۔ ده ووئيل ځينې پولنګ سټېشنز د امنيتي او نورو وجوهاتو په سبب د يو كلوميټر نه په زياته فاصله كښې جوړ كړې شوې وو خو دا د اړوند قواعدو او ضوابطو له مخې وو