د طاهر القادري په پېشګوئۍ يقين نه لرم۔ د ده پېشګوئۍ غلطې ثابتېږي۔ وفاقي وزير سردار محمد يوسف

اسلام آباد ۔ 18جون(اے پی پی) د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي د طاهر القادري په پېشګوئۍ يقين نه لرم۔ د ده پېشګوئۍ غلطې ثابتېږي۔ د خالي په ورځ د پارلېمنټ هاؤس مخې ته ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل حكومت به خپله آئيني موده پايې ته رسوي او راروانې ټاكنې به كال 2018ﺀ كښې كيږي۔