پیښور 11 مارچ (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په استوګنه د مسلم ليګ(ن)او پاكستان پيپلز ګوند لارښودو غونډه شوې۔په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا مجموعي صورتحال تفصيلي مشاورت شوې۔په غونډه كښې د مسلم ليګ(ن)لخوا د وزيراعظم خاص مرستيال رانا ثناﺀ الله٬وفاقي وزير انجينئر امير مقام٬وفاقي وزير سردار محمد يوسف٬خواجه سعد رفيق او مرتضٰی جاوېد عباسي شريك شوې او د پيپلز ګوند نمائندګي صوبائي صدر محمد علي شاه باچا٬جنرل …
د مسلم ليګ(ن)او پاكستان پيپلز ګوند لارښودو شريكه غونډه٬په صوبه كښې د كوټلي امن او استحكام لپاره شريكي تګلاري اختيارولو ته سلا

مزید خبریں
پیښور 11 مارچ (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي په استوګنه د مسلم ليګ(ن)او پاكستان پيپلز ګوند لارښودو غونډه شوې۔په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا مجموعي صورتحال تفصيلي مشاورت شوې۔په غونډه كښې د مسلم ليګ(ن)لخوا د وزيراعظم خاص مرستيال رانا ثناﺀ الله٬وفاقي وزير انجينئر امير مقام٬وفاقي وزير سردار محمد يوسف٬خواجه سعد رفيق او مرتضٰی جاوېد عباسي شريك شوې او د پيپلز ګوند نمائندګي صوبائي صدر محمد علي شاه باچا٬جنرل سېكرتري شجاع خانزاده او د قامي اسمبلۍ غړي كريم كنډي وكړه۔غونډه د وزيراعظم محمد شهباز شريف او د پاكستان پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري په هدايت شوې چې پكښې په خېبرپښتونخوا كښې زياتې شوي بدامنۍ٬معاشي بحران او سياسي عدم استحكام سخت تشويش څرګندونه كړې۔په غونډه كښې په صوبه كښې د كوټلي امن٬پرمختګ او استحكام لپاره شريكي تګلاري اختيارولو ته سلا راغلي۔په غونډه كښې قانون نافذ كونكو ادارو ته د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره په كردار ادا كولو پېرزوئنې وړاندې كړې او د شهيدانو قربانۍ يې ستائېلې۔ګډون كونكو په خېبرپښتونخوا كښې په بدامنۍ د صوبائي حكومت په خاموشۍ د تشويش څرګندونه كولو سره په معاملات مستقل مشاورت جاري ساتلو هم اتفاق كړې










