
پېښور۔ 09 مارچ (اے پی پی) د خېبر پښتونخو ا د وزيراعلی د اطلاعاتو او تعلقات عامه سلاكار بېرسټر ډاكټر سېف د پخواني سېنېټر او د جماعت اسلامي لارښود مشتاق احمد د ورور په وژل كېدو د ژور غم٬ دړد او افسوس څرګندونه كړی ده۔ د غمرازۍ په خپل بيان كښې ده ووئيل چې مونږ د غم دړد په دې سخت وخت كښې مشتاق احمد او د هغه غمجنې كورنۍ سره يو برابر ولاړ يوو۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔
بېرسټر ډاکټر سېف ووئيل چې د مشتاق احمد د ورور وژونكي به د قانون ګرفت څخه بچ نه شي۔