
اسلام آباد۔8مارچ (اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې د پاكستان حكومت د مېرمنو اختيارمندې جوړولو عزم لري او په دې لړ كښی زده كړو ته مساوي لاسرسۍ ٬ په معاشي فرصتونو كښې زياتوالې او په ترقي پسند پالېسيو عملدرآمد روان دے٬ مونږ د ميرمنو سفارتكارۍ ٬ حكومت ٬ كاروبار او نورو برخو كښې مهم كردار ته د قدر په سترګه ګورؤ او په خپل قامي پرمختګ كښې ددوئي بشپړه مرسته تسليموو۔ د خارجه دفتر وياند له خوا د خاري په ورځ د جاري شوي بيان له مخې ده دا خبره د مېرمنو نړيوالې ورځې په موقع خپل پیغام كښې وكړه۔ نائب وزير اعظم ووئيل په دې موقعه مونږ د ژوند په ټولو برخو كښې د مېرمنو د داد وړ كردار ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو۔ ده ووئيل مونږ د ميرمنو سفارتكارۍ ٬ حكومت ٬ كاروبار او نورو برخو كښې مهم كردار ته د قدر په سترګه ګورؤ۔ ده ووئيل مونږ يو داسې چاپېريال ته د ودې وركولو هڅه كوو چرته چې هرې يوې مېرمنې ته د خپلو صلاحيتون كارولو او په اجتماعي پرمخټګ كښې د بشپړه برخه اخستلو موقع ترلاسه شي۔ ده ووئيل مونږ له به يو داسې سباؤن جوړول وي چرته چې مېرمنې او نارينه دواړه د سوكالۍ او پرمختګ په سفر كښې يو برابر برخه واخلي۔ نائب وزيراعظم ټول ته د مېرمنو ورځې مباركي وركړه۔