د ميرمنو د حقونو تحفظ او د ميرمنو ترقي د صوبائي حكومت تر ټولو لومړۍ ترجيح ده: سرفراز بګټي

کوئټه۔ 08 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي وئیلي دي چې مېرمنې د هرې ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ بنيادي ستنې دي۔ د مېرمنو د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل پېغام كښې ده ووئيل د بلوچستان حكومت د مېرمنو د حقونو تحفظ٬ مساوي موقعې وركولو او په هر ډګر كښې د هغوي باصلاحيته كولو لپاره جدي ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل زمونږ زړورې مېندې، …

کوئټه۔ 08 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي وئیلي دي چې مېرمنې د هرې ټولنې د پرمختګ او سوکالۍ بنيادي ستنې دي۔ د مېرمنو د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل پېغام كښې ده ووئيل د بلوچستان حكومت د مېرمنو د حقونو تحفظ٬ مساوي موقعې وركولو او په هر ډګر كښې د هغوي باصلاحيته كولو لپاره جدي ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل زمونږ زړورې مېندې، خوېندې او لوڼه د ژوند په هر ډګر کښې د خپلو صلاحيتونو څرګندونه كوي او حکومت يې ډاډګيرنې لپاره ټول وسائل كاروي۔ د بلوچستان اعلى وزير د دې عزم څرګندونه وكړه چې د مېرمنو د حقونو او د دوئي تحفظ باوري كولو له به په نورو فعاله پالېسيو هم عملدرآمد روان ساتلے شي دغسې چې بلوچستان يو پرمختګ كړې او مساوي موقعې برابرونكې ټولنه جوړه كړې شي۔