د ميرمنو معاشي خپلواكي د هغوي د مهارتونو ځلولو يوه مهمه وسيله ده: د بلوچستان ګورنر

کوئټه۔ 08 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د مېرمنو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پېغام کښې وئیلي چې د مېرمنو اقتصادي خپلواکي د هغوی د مهارتونو د ودې او د رايې څرګندونې په شمول د نورو ټولو حقونو د ترلاسه کولو مهمه وسیله ده۔ هیڅ ملت تر هغه وخته پورې په ریښتینې معنی پرمختګ نه شي کولی تر كومې چې ښځې د پرمختګ په …

کوئټه۔ 08 مارچ (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د مېرمنو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پېغام کښې وئیلي چې د مېرمنو اقتصادي خپلواکي د هغوی د مهارتونو د ودې او د رايې څرګندونې په شمول د نورو ټولو حقونو د ترلاسه کولو مهمه وسیله ده۔ هیڅ ملت تر هغه وخته پورې په ریښتینې معنی پرمختګ نه شي کولی تر كومې چې ښځې د پرمختګ په لاره کښې د خپلو نارينو ترڅنګ ولاړې نه وي۔ په نننۍ عصري نړۍ کښې دا په پراخه کچه منلې شوې چې ښځې او نارینه په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کښې مساوي رول لري٬ په سياسي ٬ معاشي او سماجي فعاليتونو كښې بشپړ ګډون او شموليت باوري كولو سره د قامي سوكالۍ او پرمختګ خوب ريښتيا كېدے شي۔ ده ووئيل د خوشالۍ خبره ده چې زمونږ په ټولنه کې ښځو ته ډېر درناوې وركولې شي او د دوئي په ضد هر ډول تشدد زمونږ له ملي اقدارو څخه سرغړونه ګڼل کېږي، خو له دې پراخو صلاحيتونو سره زياتره ښځې د بې وزلۍ او د فرصتونو كمي په څير مسئلو سره مخ دي۔ ګورنر ووئيل د هڅونې وړ ده چې د بلوچستان په کلیوالو سیمو کښې د تعلیم یافته میرمنو په تناسب او دغسې د ټولې صوبې په پوهنتونونو کښې د ښځو په داخله کښې د پام وړ زیاتوالی راغلې دې۔ ده ووئيل دا رفتار تندولو له مېرمنې باصلاحيته جوړولو او سماجي تحفظ او وقار ته وده وركولو له د اولسي بېدارۍ مهم چلول زيات ضروري دي۔ ده زياته كړه چې دا زمونږ شريكه قامي ذمه واري ده چې مېرمنو لپاره سماجي تحفظ برابر كړؤ او د حقيقي سماجي پرمختګ لاره هواره كړؤ۔