
اسلام آباد 07 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د چين صدر شي جن پنګ، وزيراعظم لي کيانګ او د چين اولس له په بيجنګ كښې كاميابۍ سره د دوه غونډو په تابيا كولو مباركي وركړې ده۔ د جمعې په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل چين خپل قامي پرمختيائي هدفونه ترلاسه كولو لپاره ځانګړې پېشرفت كوي٬ مونږ د صدر شي جن پنګ په وژنري قيادت كښې د چين جديديت څخه په خاص توګه ډېر متاثره يو۔ ده ووئيل د آئرن برادر په حېث او په هر ډول صورتحال كښې د ستراتېژك مرستې شراكتدارو په توګه پاکستان او چين به د امن او پرمختګ مشتركه مقاصدو له مخې مرسته لا قوي كولو لپاره په ګډه كار كوي۔
ګ ل