صدر مملكت آصف علي زرداري د پارليمان شريك غونډه په 10 مارچ راوبلله

اسلام آباد۔7مارچ(اے پی پی) صدر مملکت آصف علی زرداری د پارلیمان شريكه غونډه د روانې مارچ مياشتې په 10 مه نېټه د ګل په ورځ ماسپخين 3 بجې په پارليمنټ هاؤس كښې راوبلله۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې صدر مملكت د پارليمان شريكه غونډه د آئين آرټيكل 54 شق 1 او د آرټیکل 56 شق 3 له مخې ترلاسه اختيارات كارولو سره دا غونډه رابللې ده