
دبئۍ 07 مارچ (اے پي پي) د نيوزي لينډ او هند د كركټ لوبډلو ترمېنځه د آئي سي سي چيمپئنز ټرافۍ فائنل مېچ به د مارچ په نهمه نيټه د اتوار په ورځ د دبئي په انټرنيشنل کرکټ سټيډيم كښې كېږي۔ د انټرنيشنل کرکټ کونسل په اهتمام كښې د آئي سي سي چيمپئنز ټرافۍ نهم اېډيشن جاري دے او جام خپل اختتامي پړاٶ ته رسېدلے چې پكښې به په 9م مارچ فائنل مېچ كېږي۔ د نيوزي لېنډ كركټ لوبډله به د فاسټ بائولر مچل سينټنر او د هند لوبډله به د نوموړي بلے باز روهت شرما په مشرۍ كښې مېدان ته كېږي