
دبئۍ 07 مارچ (اے پي پي) د انټرنيشنل کرکټ کونسل (آئي سي سي ) په اهتمام كښې د آئي سي سي چيمپئنز ټرافۍ كال 2025 فائنل مېچ لپاره د مېچ آفيشلز اعلان شوے دے٬ د آئي سي سي چيمپئنز ټرافي فائنل مېچ نيوزي لينډ او هند ترمېنځه د مارچ په نهمه نيټه په دبئي انټرنيشنل کرکټ سټيډيم كښې كېږي۔ د دواړو ډلو ترمېنځه فائنل مېچ كښې د آسټراليا پال ريفل او د انګلينډ رچرډ النګورتھ به امپائرنګ كوي دغسې د ټرينيډاډ اينډ ټوباګو جوئيل ولسن به تھرډ امپائر وي او سري لنکا رنجن مدوګالے به د مېچ ريفري كوي