د ګورنر فيصل كريم كنډي واپډا چيئرمين ليفټیننټ جنرل (ر) سجاد غنی سره ملاقات

اسلام آباد۔6 مارچ(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرل (ر) سجاد غنی سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې په صوبه كښی په روانو او مجوزه آبي منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د پي پي پي پارليماني لارښود احمد كريم كنډي هم په دې موقعه موجود ؤ۔ د ملاقات په مهال د چشمه لفټ کېنال، ګومل زام، ټانک …

اسلام آباد۔6 مارچ(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرل (ر) سجاد غنی سره ملاقات وكړو په كوم كښې چې په صوبه كښی په روانو او مجوزه آبي منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د پي پي پي پارليماني لارښود احمد كريم كنډي هم په دې موقعه موجود ؤ۔ د ملاقات په مهال د چشمه لفټ کېنال، ګومل زام، ټانک زام، شېخ حېدر زام، مهمند ډېم او داسو ډېم په څير مهمو منصوبو د پېشرفت جاج واغستے شو۔ ګورنر چشمه لفټ کېنال منصوبه زياته مهمه ګرځولو سره ووئيل د دې بشپړ كېدو سره به په صوبه كښې زرعي بدلون راشي۔ ده په چشمه لفټ کېنال منصوبه كښې په خوښي لرلو د وزیراعظم شهباز شریف ، چیئرمین بلاول بھټو زرداری ، د واپډا وفاقی وزیر او په خاص توګه د واپډا د چيئرمېن خصوصي مننه وكړه۔ په دې موقعه فيصل كريم كنډي په خېبر پښتونخوا كښې سمال ډېمز جوړول زيات ضروري وګرځول۔ د واپډا چیئرمېن ګورنر په دې منصوبو د روان كار په اړه خبر كړو او باور يۍ وركړو چې كه پاك پروردګار ته منظور وي په دې منصوبو روان كار به خپل ټاكلي وخت كښې بشپړ شي۔ په ملاقات كښې په دې خبره سلا راغله چې په صوبه كښې د اوبو وسائلو ښه كولو او د توان بحران حل كولو له دې بشپړه تګلاره خپله كړې شي۔ په دې لړ كښی په وفاقي او صوبائي كچه نزدے تړون ساتلو سره د منصوبو په وخت د بشپړ كولو په حاجت زور هم راوړلے شو۔

مزید خبریں