اسلام آباد۔6 مارچ(اے پی پی) د نيوزي لينډ او هند لوبډلو ترمينځه د آئي سي سي چيمپئنز ټرافي فائنل ميچ په 9 مارچ دبئی انټرنېشنل کرکټ سټېډیم ، دبئی كښې كيږي۔ د انټرنېشنل کرکټ کونسل تر اهتمام لاندې د آئي سي سي چېمپئنز ټرافي 9 م اېډيشن روان دے كوم چې خپل اختتامی پراؤ ته داخل شوے دے٬ فائنل مېچ به په 9 مارچ كولے شي په كوم كښې به چې مقابله په دبۍ انټرنېشنل كركټ سټېډيم ٬ دبۍ كښې د نيوزي لېنډ او هند لوبډلې ترمينځه وي۔ د نیوزی لېنډ لوبډلې مشري به نوموړے فاسټ باؤلر مچل سينټر او د هندي لوبډلې نوموړے اوپننګ بېټر روهت شرما كوي۔ آئي سي سي چیمپئنز ټرافی كښې 8 لوبډلو د ټائټل ترلاسه كولو هڅه كوله په كومو كښې چې دفاعي چیمپئن پاکستان، بنګله دېش، افغانستان، هند ، نیوزی لېنډ، انګلېنډ ، آسټریلیا او سوئيلي افريقا شامل وه۔ دا لوبډلې په دوه ګروپونو اے او بي كښې وېشلې شوې وې۔ ګروپ اے څخه نیوزی لېنډ او هند او ګروپ بي څخه آسټرېليا او سوئيلي افريقا لوبډله سيمي فائنل راؤنډ ته رسېدلې وه۔ دغې څخه وروستو په اولني سيمي فائنل كښې هندي لوبډلې آسټريليا ته په 4 وكټونو او په دويم سيمي فائنل كښې نيوزي لېنډ سوئيلي افريقا ته 50 رنز سره ماتې وركولو سره فائنل لپاره كواليفائي وكړه۔ د نیوزی لېنډ او هند لوبډلو ترمينځه فائنل مېچ به په 9 مارچ دبۍ كښې كيږي۔ مېچ به ډے اېنډ نائټ وي كوم به چې د پاكستان د معياري وخت له مخې د ورځې 2 بجې پېل كيږي۔ د دواړو لوبډلو مشرانو په فائنل مېچ كښې كاميابۍ لپاره بيانونونه وركړي دي او هيله ده چې د دواړو لوبډلو ترمينځه به يوه خوندوره او سخته مقابله وشي