وزيراعظم د بنو چهاٶڼۍ بريد تنبولو په مهال شهيد شوو اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف په بنو چھاؤڼۍ ترسره شوي ناكامه بريد كښې د فتنه الخوارج ككړ ترهګرو په ضد په كامياب عملياتو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د ترهګرو مقابلې كولو په مهال شهيد شوو پنځه اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهيدانو لپاره د لوړو درجو دعا او غمژنو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په چهاٶڼۍ بريد كښې د فتنه الخوارج ككړ ټولو 16 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل مېړنو ځوانانو د خپلو ځانونو پرواه نه كولو سره د ترهګرو د شرم وړ مقاصد ناكامه كړي او هېواد ئې د لوي زيان نه ساتلے۔ وزيراعظم ووئيل ټول قام وسله والو ځواكونو ته سلام وړاندې كوي۔ وزيراعظم ووئيل هېواد څخه د هر ډول ترهګرۍ د بشپړه خاتمې عزم لرؤ