د وفاق او صوبو مرستې سره پوليو په بشپړه توګه ختميدې شي: وزيراعظم شهباز شريف

APP03-050325 ISLAMABAD: March 05 - Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif chairs a review meeting regarding the polio eradication campaign. APP/TZD

اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف هېواد څخه د پوليو د بشپړه خاتمې عزم پخلي كولو سره وئيلي دي چې د وفاق او صوبو په مرسته د پوليو بشپړه خاتمه ممكن ده۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د پوليو مخنيوي په اړه د جاج غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې وزير مملکت ډاکټر مختار بھرتھ، سينيټر عائشه رضا فاروق او د اړوند ادارو لوړ پورو ګډون وكړو۔ وزيراعظم د پوليو کېسز په وخت شناخت او د دې منفي رجحاناتو لپاره د ټولو صوبو او انتظاميې ډاډګيرنه وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د فروري كال 2025 په مهال د پوليو كسيز كښې منفي رجحان د پوليو مخنيوي كمپائن موثره كېدو سند دے، مونږ د پوليو د خاتمې عزم لرؤ٬ د پوليو په كېسونو كښې پرله پسې كمې د ټولو صوبو د انتظاميې د ستړو په سبب ممكن شوې۔ وزيراعظم د پوليو كمپائن په مهال د امنيتي ځواكونو د مرستې ستائنه كولو سره د پوليو د ټولې ډېټا ډيجيټائز كولو او مانيټرنګ كولو امر وكړو۔ په غونډه كښې وزيراعظم د پوليو مخنيوي كمپائن كښې تر اوسه د شوي پېشرفت په اړه خبر كړے شو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې ټولې صوبو كښې د پوليو مخنيوي لپاره په ښه ډول كمپائن جاري دے، د فروري كال 2025 كمپائن په مهال 42.5 ملين ماشومانو ته د پوليو څاڅكي وركړې شوې دي٬ پوليو ځپليو ضلعو كښې تقريباً 90 فيصده كوچنيانو ته د پوليو څاڅكي وركړې شوي دي او سږ كال د پوليو 6 كېسونه رامخې ته شوې دي٬ سږ كال په زيات ځپلې شوو سيمو په خاص توګه بلوچستان، سندھ او سوئيلي خېبر پښتونخوا كښې په كېسونو كښې ښكاره كمې راغلے دے٬ په شپږ مياشتو كښې د پوليو درې كمپائن د پلان برخه ٶ چې پكښې وړومبې كمپائن په فرورۍ كښې شوې بل په اپرېل او وروستے به په مئي كښې كېږي٬ د آئي ټي ډېش بورډ د لارې د پوليو كمپائن د ټولو اړخونو پرله پسې نګراني كېږي۔