د پاكستاني وهيل چيئر اتلانو كارنامه! بی اين پی ورلډ کپ كښې ايران ته ماتې وركولو سره يۍ د پيتلو تمغه ترلاسه كړه

پېښور ۔ 04 مارچ (اے پی پی) د کولمبو مېدان د پاکستان د وهیل چیئر ټېنس لوبغاړو د عزم او حوصلې ګواه جوړ شو چرته چې د بی اېن پی ورلډ کپ وهیل چیئر ټېننس چېمپئن شپ کوالیفائنګ راؤنډ كښې پاكستان يوې سختې مقابلې څخه وروستو ایرانی لوبډلې ته 2-1 سره ماتې وركړه او د پيتلو تمغه يۍ ترلاسه كړه۔ دا تاريخي كاميابي د پېښور احسان دانش په مشرۍ كښې پاكستانۍ لوبډلې په خپل نوم كړه۔ دې په کولمبو كښې هم د ټېبل ټېنس نړيوال لوبغاړے پاتے شوے دے۔ ده په كال 2006ء كښې کوالالمپور كښې د پېسفک پیرالمپک ګیمز په انټرنېشنل وهیل چیئر ټېبل ټېنس ایونټ كښې هم غوره كاركردګۍ ښودلو سره د آسټریلیا لوبډلې ته ماتې وركړې وه۔ په دې مهال د سنټر چیف اېګزېکټیو ډاکټر سید اېم الیاس احسان دانش او د ده لوبډله كښې شامل نورو لوبغاړو ته په دې غوره كاميابۍ مباركي وركړه او دوئي يۍ قامي اتلان وګرځول۔ ډاكټر الياس هيله څرګنده كړه چې زمونږ د ځوانانو به په ټولو څانګو كښې ډاډګيرنه وكړې شي او هغوي به په سباؤن كښې هم په نړيواله كچه دغسې كاميابۍ ترلاسه كوي۔