فيفا د پاكستان معطلي ختمه كړه ٬ د پاكستان فټبال فيډريشن د معمول فعاليتونه بحال شول

اسلام آباد۔3مارچ(اے پی پی) فیفا د پاكستان معطلي ختمه كړه ٬ د پاكستان فټبال فېډرېشن د معمول فعاليتونه بحال شول۔ نړيوالې باډۍ دا پرېكړه د روان كال فرورۍ مياشتې په 27 مه نېټه په لاهور كښې د نوي ټاكلي شوي كانګريس غېر معمولي غونډه كښې د فيفا تجويز كړې شوي آئيني بدلونو په متقفه توګه له منظورۍ څخه وروستو وكړه۔ د نارملائيشن كمېټۍ چيئرمېن سعود هاشمي د معطلۍ په ختمېدو د اېن سي ټولو غړو لخوا ټول قام او فټبال ورورلۍ له مباركي وركولو سره ووئيل دا پاكستان لپاره يوه تاريخي ورځ ده۔ ده ووئيل مونږ د فيفا او اے اېف سي مېنډېټ له مخې د خپلو ذمه وارو ترسره كولو عزم لرؤ دغسې چې په هېواد كښې د فټبال يوه مستحكمه ډھانچه جوړه شي او يو روښانه سباؤن پلو ګام پورته شي۔