وفاقي حكومت د اقليتي ورورو لۍ د حقونو تحفظ باوري كوي ٬ وفاقي وزير رانا ثناﺀ خان

فیصل آباد۔ 02 مارچ (اے پی پی) د بېن الصوبائي رابطې او وفاقي وزير او د ووزير اعظم د سياسي او اولسي چارو سلاكار رانا ثنا خان وئيلي دي چې وفاقي حكومت د اقليتي ورورو لۍ د حقونو تحفظ باوري كوي او مونږ د اقليتونو د حقونو د تحفظ عزم لرؤ۔ ده د اتوار په روځ په اقبال آډېټوریم زرعی یونیورسټی فېصل آباد كښې د پنجاب وزيراعلی مریم نواز په …

فیصل آباد۔ 02 مارچ (اے پی پی) د بېن الصوبائي رابطې او وفاقي وزير او د ووزير اعظم د سياسي او اولسي چارو سلاكار رانا ثنا خان وئيلي دي چې وفاقي حكومت د اقليتي ورورو لۍ د حقونو تحفظ باوري كوي او مونږ د اقليتونو د حقونو د تحفظ عزم لرؤ۔ ده د اتوار په روځ په اقبال آډېټوریم زرعی یونیورسټی فېصل آباد كښې د پنجاب وزيراعلی مریم نواز په هدايت د مینارټی کارډز وېش دستورې ته وېنا كوله۔ ده ووئيل مونږ ټول پاكستانيان يوو٬ د اقليتي ورولۍ له خېر ښېګړې پرته پرمختګ ممكن نه دے٬ د وزيراعلی مريم نواز شريف په مشرۍ كښې اقليتونو لپاره يو شمېر ګامونه پورته كړې شي۔ د روغتيا ٬ زده كړو او روزګار په شمول نورو څانګو كښې هم دوئي لپاره بېل سكيمونه شامل دي۔ په دې موقع صوبائي وزير رميش سنګھ اروړه ووئيل چې د پنجاب حكومت دا اقدام اقليتي ورورلۍ لپاره يو بل مثالي ګام دے۔ صوبائی وزیر ووئيل د پنجاب حكومت په يو كلن دور كښې اقليتي ورورلۍ لپاره تاريخي ګامونه پورته كړې شوي دي۔ ده ووئيل مذهبي اقليتونو سره تړون لرونكو نزدې 8 زره وګړو ته اقليتي كارډونه وركولې شي۔

مزید خبریں