سوات۔ 02 مارچ (اے پی پی) دكشميرو ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پاكستان د معاشي بحالۍ او استحكام په لوري روان دے٬ په ګرانۍ كښې كمې ٬ برآمدات كښې زياتوالې او د لويو پرمختيائي منصوبو بحالي د دې ښكاره ثبوت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اسلام پور٬ سوات كښې د نادرا رجسټرېشن سنټر …
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پاكستان د معاشي بحالۍ او استحكام په لوري روان دے: انجينئر امير مقام

مزید خبریں
سوات۔ 02 مارچ (اے پی پی) دكشميرو ګلګت بلتستان او سېفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې پاكستان د معاشي بحالۍ او استحكام په لوري روان دے٬ په ګرانۍ كښې كمې ٬ برآمدات كښې زياتوالې او د لويو پرمختيائي منصوبو بحالي د دې ښكاره ثبوت دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اسلام پور٬ سوات كښې د نادرا رجسټرېشن سنټر پرانستې كولو په موقعه اولسي غوڼدې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د مسلم ليګ نون حكومت اولس ته ريليف وركولو له شپه او ورځ كار كوي او د دې نتيجې به ډېر زر رامخې ته شي۔ ده ووئيل د پنجاب وزيراعلی مریم نواز په اولسي خذمت كښې مشغوله ده٬ په پنجاب كښې د صحت ٬ تعليم ٬ انفراسټركچر او سوشل وېلفېئر منصوبې تندۍ سره بشپړ كېدو پلو روانې دي چې ورسره اولس ته حقيقي ريليف ترلاسه كيږي۔ وفاقی وزیر د اپوزیشن اوسنې اتحاد په ذاتي ګټو اډانه لرونكے ګرځولو سره ووئيل اولس ددوئي اصل عزائمو څخه ښه خبر دے۔ ده ووئيل كه اتحاد جوړول وي نو بيا په هېواد كښې دې د ترهګرۍ او بې روزګارۍ ختمولو او معاشي استحكام لپاره جوړ كړے شي۔ ده ووئيل راروان ټاكې به په كال 2029 كښې كه پاك پروردګار ته منظور وي كيږي۔ ده ووئيل د پي ټي آئي باني له به د امريكائي صدر ټرمپ د يوكرېن صدر سره رويې څخه زده كړه كول وي۔ د ده د ليكلې شوې خطونو هېڅ حېثيت نشته ولې چې مقدر يۍ يوازې ردي ټوكرۍ ده۔










