پېښور 28 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاحكار بيرسټر ډاکټر سيف وئيلي دي چې د مولانا حامد الحق شهادت يو ناقابل تلافي زيان دے٬ د جامعه دارلعلوم حقانيه اکوړہ خټک ځانمرګي بريد پحقله د افسوس څرګندونه كولو سره ده غمژنو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې۔ ده ووئيل دا پېښه د افسوس وړ ده، د هېواد دښمنان به خپل د شرم وړ كاميابۍ ته نه پرېږدو۔ …
د مولانا حامد الحق شهادت ناقابل تلافي زيان دے۔ بيرسټر ډاکټر سېف

مزید خبریں
پېښور 28 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو سلاحكار بيرسټر ډاکټر سيف وئيلي دي چې د مولانا حامد الحق شهادت يو ناقابل تلافي زيان دے٬ د جامعه دارلعلوم حقانيه اکوړہ خټک ځانمرګي بريد پحقله د افسوس څرګندونه كولو سره ده غمژنو كورنيو سره د غمرازۍ څرګندونه كړې۔ ده ووئيل دا پېښه د افسوس وړ ده، د هېواد دښمنان به خپل د شرم وړ كاميابۍ ته نه پرېږدو۔ ده ووئيل وزيراعليٰ علي امين ګنډاپور د پېښې د انكوائرۍ امر كړے دے٬ ده ووئيل چې په پېښه كښې يو شمېر كسانو د شهادت اطلاعات موصول شوې دي٬ د شهيدانو وينه به عبث نه ځي٬ ككړ كسان به خپل انجام ته رسولې شي۔ ده ووئيل چې د كابينې په غونډه د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا شوې۔ ده ووئيل صوبائي حكومت د شهيدانو او ژوبل شويو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك دے










