پېښور 28 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د نوښار ضلعې په اكوړه خټك سيمه كښې د دارالعلوم حقانيه په جامع مسجد كښې د جمعې لمونځ نه وروسته د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې د جے يو آئي (س) مركزي لارښود او د مدرسې نائب مهتمم مولانا حامد الحق حقاني پشمول څلور كسان شهيدان شوي دي۔ پوليس انسپكټر جنرل ذوالفقار حمد د جامعه حقانيه په جامع مسجد كښې د …
د دارالعلوم حقانيه په جامع مسجد كښې په ځانمرګي بريد كښې د جے يو آئي (س) مركزي لارښود او د مدرسې نائب مهتمم مولانا حامد الحق حقاني پشمول څلور كسان شهيدان

مزید خبریں
پېښور 28 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د نوښار ضلعې په اكوړه خټك سيمه كښې د دارالعلوم حقانيه په جامع مسجد كښې د جمعې لمونځ نه وروسته د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې د جے يو آئي (س) مركزي لارښود او د مدرسې نائب مهتمم مولانا حامد الحق حقاني پشمول څلور كسان شهيدان شوي دي۔ پوليس انسپكټر جنرل ذوالفقار حمد د جامعه حقانيه په جامع مسجد كښې د ځانمرګي بريد تصديق كولو سره ووئيل چې په چاٶدنه كښې څلور كسان شهيدان او يو شمېر ژوبل شوي دي۔ ده ووئيل چې د بريد كوٶنكي هدف د جامعه حقانيه مشر مولانا حامد الحق حقاني ٶ٬ په دې موقع چيف سېكرټري شهاب علي شاه هم په ځانمرګي بريد كښې د مولانا حامد الحق د شهادت تصديق كړے دے۔ د نوښار ډپټي كمشنر خپلو خبرو كښې ووئيل چې د مولانا حامد الحق حقاني شهيد مړې د نوښار سي اېم اېچ ته منتقل كړې شوې دي۔ بلخوا د اطلاعاتو صوبائي سلاحكار بيرسټر ډاکټر سېف وئيلي دي چې په پېښه كښې د مولانا حامد الحق د شهادت تصديق شوې دې٬ مولانا حامد الحق يو جيد ديني عالم ٶ٬ اسلام او مذهب لپاره د ھغوي خدمات به تل ياد ساتلے شي ٬ د مولانا حامد الحق شهادت يو نه ترسره كېدونكے زيان دے










