د آئي سي سي چيمپئنز ټرافۍ لسم مېچ به (نن) كېږي

اسلام آباد 27 فروري (اے پي پي) د انټرنيشنل کرکټ کونسل تر اهتمام لاندې د آئي سي سي چيمپئنز ټرافۍ نهم اېډيشن پاكستان كښې روان دے او (نن) به د ټرافۍ لسم مېچ د آسټراليا او افغانستان لوبډلو ترمېنځه په قذافي سټيډيم لاهور كښې كېږي۔ د اسټراليا د لوبډلې مشري سټيو سمتھ او د افغانستان ډلې كپتاني حشمت الله شهيدي كوي۔ د آٓئي سي سي چيمپئنز ټرافۍ كښې اته لوبډلې برخه اخلي چې پكښې كوربه او دفاعي چيمپئن پاکستان، بنګله ديش، افغانستان، هند، نيوزي لينډ، انګلينډ، آسټراليا او سوئيلي افريقه شاملې دي۔ د يادونې وړ ده پاكستان د ټائټل د زغل نه بهر شوے دے