كوئټه 26 فروري (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي وئېلي دي بايد بلوچستان د سياست څخه لرې وساتلے شي٬قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب ته د بلوچستان دورې بلنه وركړی شوې وه خو هغه د حقائق په ځاے د بيان بازۍ څخه كار اخلي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب په بيان غبرګون كښې وكړه ۔مير سرفراز بګټي قامي اسمبلۍ كښې …
بلوچستان د سياست څخه لرې وساتې ۔ د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي

مزید خبریں
كوئټه 26 فروري (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي وئېلي دي بايد بلوچستان د سياست څخه لرې وساتلے شي٬قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب ته د بلوچستان دورې بلنه وركړی شوې وه خو هغه د حقائق په ځاے د بيان بازۍ څخه كار اخلي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب په بيان غبرګون كښې وكړه ۔مير سرفراز بګټي قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر عمر ايوب په بيان هغه مخاطب كولو كښې ووئېل هغه د بلوچستان د 8 ضلعو جلا كېدو خبره كړې وه٬ما ورته وئېلي وو چې راشه٬ټول بلوچستان درته ښائيم او خواست ورته شوے ؤ چې دا خپل ناوړه سياست لپاره استعمال نه كړي خو هغه بيا هم د سياست كولو هڅه كوي۔ ده ووئېل زه بيا وائيم چې بلوچستان ېاڅد د خپل سياست څخه لرې وساتلے شي۔مير سرفراز بګټي ووئيل تېره ورځ ما په ذاتي توګه هغه په ټېليفون د بلوچستان صورتحال څخه خبر كړو خو شايد هغه پوهه شوے نه دے ٬ ده ووئېل د مخالفې ډلې مشر په حېث زه تاسو له يو ځل بيا د بلوچستان دورې كولو بلنه دركوم دغسې چې د بيان بازۍ په ځاے په حقائق خبره وكړې شي۔









