پېښور 26 فروري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي انصاف وركولو كښې د وكيلانو پيشه وره كردار په ټولنه كښې د اهميت وړ دے٬د وكيلانو پيشه وره كردار په كومه هم جمهوري ټولنه كښې ډېر مهم دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پیښور هائي كورټ بار اېسوسي اېشن ته خطاب په مهال وكړه ۔دستورې ته خطاب كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل د انصاف زر …
انصاف وركولو كښې د وكيلانو پيشه وره كردار په ټولنه كښې د اهميت وړ دے۔د خېبرپښتونخوا ګورنر

مزید خبریں
پېښور 26 فروري (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئېلي دي انصاف وركولو كښې د وكيلانو پيشه وره كردار په ټولنه كښې د اهميت وړ دے٬د وكيلانو پيشه وره كردار په كومه هم جمهوري ټولنه كښې ډېر مهم دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پیښور هائي كورټ بار اېسوسي اېشن ته خطاب په مهال وكړه ۔دستورې ته خطاب كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل د انصاف زر او سمدستي تر لاسه كؤنه د هر وګړي بنيادي حق دے٬د وكيلانو پيشه وره كردار په كومه هم جمهوري ټولنه كښې ډېر مهم دے۔ده ووئيل زما د خپلې كورنۍ ډېر شخصيات تعلق د وكالت پيشې څخه ؤ ٬د وكالت پيشې د هېواد او قام لپاره ډېر لويې لويې ليډران پېدا كړې دي ۔ده ووئيل وكيلان ټولنې له په انصاف ترلاسه كولو كښې مركزي كردار لري۔د سپريم كورټ چيف جسټس تعلق د خېبرپښتونخوا څخه دے په كوم چې وياړ لرو۔ده ووئيل پي پي پي د جمهوريت لپاره قربانۍ وركړي٬د سياسي اختلافات باوجود د صوبې حقونو لپاره مونږ تولو له يو موټے كېدل پكار دي٬ ده ووئېل خېبرپښتونخوا تر ټولو ارزانه بجلي پېدا كوي٬ 90 زره كښې 50 زره بيرل تيل په خېبرپښتونخوا كښې پیدا كېږي۔









