د بي آئي اېس پي چيئرپرسن د جام شورو ډسټركټ آفس دوره٬د ادائيګۍ په مركز كښې د انتظامات جاج واغستلے شو

حېدر آباد 25 فروري(اے پي پي)د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد د جام شورو ډسټركټ دفتر دوره كولو كښې د ادائيګۍ مركز او د ډائنامك رجسټرېشن سنټر څارنه وكړه۔په دې موقع د صوبائي اسمبلۍ غړې حنا دستګير٬د جامشورو ضلعې نائب صدر ياسمين كرماني٬صنم انړ٬سميره اوډو٬بي بي اګنيس او نور هم موجود وو۔د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن د جامشورو ډپټي ډائرېكټر د څښكلو پاكو اوبو وركولو٬شيډ او ټولو آسانيو …

حېدر آباد 25 فروري(اے پي پي)د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد د جام شورو ډسټركټ دفتر دوره كولو كښې د ادائيګۍ مركز او د ډائنامك رجسټرېشن سنټر څارنه وكړه۔په دې موقع د صوبائي اسمبلۍ غړې حنا دستګير٬د جامشورو ضلعې نائب صدر ياسمين كرماني٬صنم انړ٬سميره اوډو٬بي بي اګنيس او نور هم موجود وو۔د بينظيرانكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن د جامشورو ډپټي ډائرېكټر د څښكلو پاكو اوبو وركولو٬شيډ او ټولو آسانيو وركولو لپاره سخت احكامات جاري كړل او د ادائيګۍ مركز او د ډائنامك رجسټرېشن په سنټر موجودو مېرمنو سره يې خبرې وكړی او د هغوي مسئلې يې واورېدلې او اړوند افسرانو ته يې سمدستي د حل كولو هدايات جاري كړل۔دغسې د بي آئي اېس پي چيئرپرسن د جامشورو دفتر په انګڼ كښې يو بوټے هم نال كړو۔