
تاشقند 25 فروري (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف د ازبکستان په پلازمينه تاشقند كښې د یادګار آزادۍ دوره كولو سره د ګلونو څادر خپور كړې او د ازبکستان عظيم تاريخي شخصياتو ته ئې پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د نهې په ورځ يادګار آزادي ته په راتګ وزيراعظم ته د يادګار آزادي په تاريخي پس منظر بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم شهباز شريف په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو۔ په دې موقع نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د اطلاعات او خپرونو وزير عطاء تارړ او د خاص مرستيال طارق فاطمي هم وزيراعظم سره وو۔ وزيراعظم د ازبکستان په تعمير او ترقۍ كښې د غېرتي او محنتي ازبك اولس لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه