وزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان دورې نه وروسته د باکو نه د ازبکستان په دوره تاشقند ته لاړ

باکو 25 فروري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان دورې نه وروسته د باکو نه د ازبکستان په دوه ورځنۍ دوره تاشقند ته تللے۔ د نهې په ورځ د آذربائيجان اول نائب وزيراعظم يعقوب عبدالله اوعلو ايوبوف، خارجه وزير يالچين رفائيف په پاکستان كښې د آذربائيجان سفير خضر فرخادوف، په آذربائيجان كښې د پاکستان سفير قاسم محي الدين او اعليٰ سفارتي او سرکاري اهلکارو وزيراعظم ته مخه ښه ووئيل۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، د تجارت وزيرجام کمال خان، د سرمايه کاري او نجکارۍ وزير عبدالعليم خان، د اطلاعات او خپرونو وزير عطاء تارړ او د خاص مرستيال طارق فاطمي به هم وزيراعظم سره د ازبكستان په دوره وي