په نړيوال دفاعي مارکيټ كښې د پاكستان كردار لا مستحكمولو لپاره “دفاعي پيداوار پاليسۍ” ته حتمي شكل وركړے كيږي۔ ليفټيننټ جنرل (ر) محمد چراغ حيدر

ټيکسلا 25 فروري (اے پي پي) د دفاعي پيداوار وزارت وفاقي سيکرټري ليفيننټ جنرل (ر) محمد چراغ حېدر دفاعي آلات برآمد كولو لپاره نجي څانګې ته د هر ډول ممكنه سهولت وركولو پخلي سره وئيلي دي د پاکستان دفاعي پيداواري ادارہ د خپلو وسله والو ځواكونو ضرورتونه ترسره كولو سره سره د عالمي معيار د دفاعي مصنوعات په مارکيټ كښې كليدي كردار لوبوي، په نړيوال دفاعي مارکيټ كښې د پاكستان …

ټيکسلا 25 فروري (اے پي پي) د دفاعي پيداوار وزارت وفاقي سيکرټري ليفيننټ جنرل (ر) محمد چراغ حېدر دفاعي آلات برآمد كولو لپاره نجي څانګې ته د هر ډول ممكنه سهولت وركولو پخلي سره وئيلي دي د پاکستان دفاعي پيداواري ادارہ د خپلو وسله والو ځواكونو ضرورتونه ترسره كولو سره سره د عالمي معيار د دفاعي مصنوعات په مارکيټ كښې كليدي كردار لوبوي، په نړيوال دفاعي مارکيټ كښې د پاكستان كردار لا مستحكمولو لپاره د “دفاعي پيداوار پاليسۍ” ته حتمي شكل وركړے كېږي چې ورسره به په برامدات كښې لا بهتري راشي۔ ده دا خبره د نهې په ورځ هيوي انډسټريز ټيکسلا كښې د اېم پي ډي جي تر سېوري لاندې د دفاعي آلات د برآمدات په وده كښې د نجي څانګې سهولتونو وركولو په اړه سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د اېچ آئي ټي چيئرمېن ليفټيننټ جنرل شاکر اللہ خټك، د اېم پي ډي جي ريئر ايډمرل مياں ذاکر اللہ جان، د ډائريکټوريټ آف ايکسپورټ پروموشن آرګنائزيشن چارواكو سره سره د دفاعي الات برامدات شراكتدارو هم په ګڼه شمېره ګډون وكړو۔ د دفاعي پيداوار وزارت وفاقي سيکرټري ليفيننټ جنرل (ر) محمد چراغ حېدر ووئېل دفاعي آلات برآمدات كولو لپاره نجي څانګې ته د هر ډول ممكنه سهولت وركولو عزم لرو۔ سېمينار ته نورو ګډون كوونكو هم وېنا وكړه۔