حېدرآباد 25 فروري (اے پي پي) د بېنظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئيلي دي بېنظير انکم سپورټ پروګرام بې وزله او مستحقو مېرمنو ته معاشي استحكام وركوي ٬ د پروګرام وظيفو څخه به په هېڅ صورت كښې كمے برداشت نه كړے شي ، مېرمنو له به په عزت او احترام سره ادائيګۍ باوري كولې شي۔ روبينه خالد دا خبرې په حېدرآباد كښې د اولسي نمائندګانو د غونډې …
بينظير انکم سپورټ پروګرام بې وزله او مستحقو ميرمنو ته معاشي استحكام وركوي: روبينه خالد
حېدرآباد 25 فروري (اے پي پي) د بېنظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئيلي دي بېنظير انکم سپورټ پروګرام بې وزله او مستحقو مېرمنو ته معاشي استحكام وركوي ٬ د پروګرام وظيفو څخه به په هېڅ صورت كښې كمے برداشت نه كړے شي ، مېرمنو له به په عزت او احترام سره ادائيګۍ باوري كولې شي۔ روبينه خالد دا خبرې په حېدرآباد كښې د اولسي نمائندګانو د غونډې مشرۍ په مهال وكړې۔ په دې موقع د شهيدې بېنظير بهټو لپاره فاتحه خواني هم وشوه۔ په غونډه كښې د سندھ اسمبلۍ غړې صائمه آغا، د پيپلز پارټي سندھ لارښود عاجز دهامراه، د خېدراباد ميئر کاشف شورو، د بي آئي ايس پي سندھ دي جي ذوالفقار علي شېخ، او نور هم موجود وو۔











