د چیف ټریفک پولیس آفیسر کيپټن (ر) سید ذیشان حیدر د ټريفك فعاله روانۍ او د ميلمه لوبډلې د تګ راتګ په مهال د لګيدلي روټ معائنه

اسلام آباد۔25فروری (اے پی پی) چیف ټریفک پولیس آفیسر کيپټن (ر) سید ذیشان حیدر د ټريفك فعاله روانۍ او د ميلمه لوبډلې د تګ راتګ په مهال د لګيدلي روټ معائنه وكړه او د ټرېفك د بهير او د مجموعي وضعې جاج اغستو سره يۍ د فوري اقدامات احكامات جاري كړل۔ د پولیس وياند له مخې سي ټي او اسلام آباد ټرېفك پوليس سهار وختي د روټ دوره كولو په مهال وګړو ته خواست وكړو چې هغوي دې په مركزي سترو لارو غېر ضروري فشار څخه بچ كېدو لپاره متبادل او سروس روډز وكاروي۔ سی ټی او ټرېفک پولیس د مېلمه كركټ لوبډلې په روټ تعينات افسرانو او اهلكارو ته خصوصي بريفنګ وركړو۔ ټرېفك اهلكارو ته هدايت وكړے شو چې د روټ په مهال دې مهمې لارې لږ تر لږ وخت لپاره بندې وساتلې شي۔ ده د ټرېفك رواني باوري كولو له وګړو څخه د مرستې خواست كولو سره ووئيل سفري آسانيو او محفوظ نقل وحركت له به اقدامات روان ساتلې شي۔