سېلګرۍ٬ كلتور او اثار قديمه لپاره د وزيراعلٰې سلاحكار د مزاحيه فنكار ميراوس تپوس پوښتنه وكړه

پېښور 24 فروري (اے پي پي) سېلګرۍ٬ كلتور او اثار قديمه لپاره د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰې سلاحكار زاهد چن زېب د مزاحيه فنكار ميراوس په ځائي روغتون كښې تپوس پوښتنه كړې٬ د دوي خېريت معلومولو سره ئې د دوي زر روغتيا لپاره دعا هم كړې۔ تفصيلاتو له مخې په دې موقع زاهد چن زېب د ميراوس مالي مرستې لپاره د پنځه لكه روپو چېك وركړو۔ ده ميراوس له باور وركړو …

پېښور 24 فروري (اے پي پي) سېلګرۍ٬ كلتور او اثار قديمه لپاره د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰې سلاحكار زاهد چن زېب د مزاحيه فنكار ميراوس په ځائي روغتون كښې تپوس پوښتنه كړې٬ د دوي خېريت معلومولو سره ئې د دوي زر روغتيا لپاره دعا هم كړې۔ تفصيلاتو له مخې په دې موقع زاهد چن زېب د ميراوس مالي مرستې لپاره د پنځه لكه روپو چېك وركړو۔ ده ميراوس له باور وركړو چې صوبائي حكومت به د فنكارانو خېرښګړې لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي او د ميراوس د كورنۍ به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔ ده ووئيل چې د وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور په امر به ډېر زر فنكارانو لپاره انډونمنټ فنډ پېل كړې شي دغسې چې د صوبې د فنكارانو مستقل او تل پاتې مرسته وكړې شي۔ په دې موقع ميراوس د صوبائي حكومت ٬ د وزيراعلٰي او زاهد چن زېب مننه وكړه