
باکو 24 فروري (اے پي پي) پاکستان او آذربائيجان د معيشت٫ سرمايه کارۍ، دفاع او د توان پشمول په بېلو څانګو كښې اړيكو ته د لا پراختيار وركولو د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمېنځه زياتېدونكي اقتصادي او تجارتي روابطو سره به نه يوازې منطقه بلكې نړۍ كښې امن٬ ترقي او خوشحالي راشي۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د شوو لوظنامو ته په يوه مياشت كښې حتمي شكل وركولو ته اتفاق راغلے٬ د دوه اربه ډالرو د سرمايه كارۍ په لوظنامو به په اپرېل كښې لاسليك كولې شي٬ د كاراباخ په مسئله به د آذربائيجان ملاتړ روان ساتو او د كشمير په مسئله د آذربائيجان د اصولي موقف ستائنه كوٶ٬ ده ووئېل په مېنځني ختيز كښې تل پاتې امن لپاره دوه رياستي حل ضروري دے٬ د آذربائيجان صدرالهام عليوف ووئيل پاکستان سره نزدې اړيكو ته د لا پراختيا وركولو د عزم تجديد كوٶ٬ دوه اړخيزه تجارت ته ودې وركولو ته اړتيا ده ٬ د مفاهمت ياددښتونو او لوظنامو سره به د دواړو هېوادونو اړيكو لا قوي كولو له مرسته ترلاسه شي۔ دواړو مشرانو دا خبره دواړو مشرانو د ګل په ورځ د پاکستان او آذربائيجان ترمېنځه په بېلو څانګو كښې د لوظنامو او د مفاهمت د ياددښتونو د لاسليك نه وروستو د ګډې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان د دورې په بلنه او په كوربتوب د صدر الهام عليوف مننه هم وكړه، باکو د خپل فطري حسن او قدرتي مناظر په سبب ډېر ښائسته ښار دے٬ چې سپين څادر په سر دے٬ مونږ هم اسلام آباد د د باکو په ډول ښكلے ښار جوړوو۔ وزيراعظم ووئيل د آذربائيجان صدر سره ملاقات ډېر تعميري او ګټور ٶ چې ترې زمونږ د ژوروې ورورولۍ او اړيكو عكاسي كېږي٬ د آذربائيجان صدر د پاکستان اولس سره د زړه نه مينه لري٬ آذربائيجان سره د دوستۍ په معامله د پاكستان ټول سياسي ګوندونه يوه خله دي۔ ده ووئيل د آذربائيجان صدر د پاكستان دورې سره به د دواړو هېوادونو اړيكو ته نوې اړخ ترلاسه شو او زمونږ د ورورولۍ اړيكې لا قوي شوې دي۔ ده په پاکستان كښې د 2 اربه ډالرو د سرمايه كارۍ اعلان كړے ٶ كوم چې به د دواړو هېوادونو اولس لپاره ګټور ورګرځي٬ د دواړو هېوادونو ډلو په دې لړ كښې ډېر كار كړے او ستاسو لخوا دا خبره خوشبينه ده چې ډلو له معاملو ته حتمي شكل وركولو لپاره يو مياشت وركړې شوې، په اپرېل كښې په اسلام آباد كښې د آذربائيجان د صدر دورې په مهال به په دې لوظنامو لاسليك كېږي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو كچو اړيكې نوي بام ته رسېدلي دي٬ د شريكې ګټې د مشتركه منصوبو نه به د دواړو هېوادونو اولس مستفيد شي۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ دوستي٬ سياسي همغږي او په نړيوال فورمز د يو ډول نكته نظر مثالي دے٬ خو دا مهال چې زمونږ اړيكې په كومه كچه دي ٬ زمونږ تجارت٬ سرمايه كاري او كاروبار د هغې له مخې نه دے٬ د دې زياتولو ته اړتيا ده٬ د آذربائيجان صدر خلوص، قيادت، بصيرت او وژن څخه ډېر متاثره يم او باور دركوم چې شوې لوظنامې ترسره كولو كښې به كومه بې غوري نه كوو۔ وزيراعظم ووئيل د کاراباخ په مسئله د آذربائيجان د موقف مو تل ملاتړ كړے ٬ د آذربائيجان صدر وژن ،جرأت او د فيصله سازۍ صلاحيت سره په دې منطقه كښې امن ته وده ترلاسه شوې ۔ وزيراعظم ووئيل د کشميريانو په غېر مشروط ملاتړ د آذربائيجان مننه كوٶ٬ مونږ هيله لرو چې د عمومي اسمبلۍ او د سلامتي كونسل لخوا په منظور شوو قراردادونو به عملدرامد اوشي او اوو لسيزو راهسې د خپلواكۍ حق لپاره به د دوي هلې ځلې رنګ راوړي۔ وزيراعظم ووئيل د غزه اولس هم مستقل جنګ بندۍ ته اړتيا لري٬ په مېنځني ختيز كښې تل پاتي امن لپاره دوه رياستي حل ضروري دے، غواړو چې په غزه كښې جنګ بندي تل پاتې او د اوږد مهاله وي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان او آذربائيجان غوره ستراتېژك دفاعي روابط لري ٬ د دې لا زياتولو ته اړتيا ده او دې لپاره به د مشتركه دفاعي پېداوار صلاحيت ته وده وركول وي، په اپرېل كښې چې د آذربائيجان پلاوې كله د پاکستان دوره كوي نو دا به د دواړو هېوادونو ترمېنځه تريجيحي اېجنډا وي۔ وزيراعظم ووئيل نړيوال انفراسټرکچر کوريډور د وخت ضرورت دے، ګوادر بندرځائ سيمه ايز تجارت لپاره ډېر مهم دے۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د يو ټبر (كورنۍ) په ډول يو٬ په اپرېل كښې به د آذربائيجان صدر دورې ته سترګې په لار يو٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه زياتېدونكې اقتصادي او تجارتي روابطو سره به نه يوازې منطقه بلكې په ګرده نړۍ كښې امن٬ ترقي او خوشحالي راشي او مونږ به د ګډې هلو ځلو سره دوستي او وروولي لا قوي كړو۔ د ګډې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د آذربائيجان صدر الهام عليوف ووئيل د خپل ورورو ورزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان په خاوره هركلے كوم او پاكستان سره خپلو ژرورو اړيكو ته د پراختيا وركولو د عزم تجديد كوم۔ ده ووئيل د منطقې صورتحال او د سلامتيا په چارو دواړهېوادونه يو ډول نقطه نظر لري٬ تېر كال د پاكستان دورې په مهال د دوه اړخيزه مرستې په اړه په مهمو چارو پېشرفت شوے، دغسې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په تجارتي څانګو كښې د مرستې زياتولو بلها موقعې موجود دي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات كښې په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته ته په ودې وركولو تفيصلي خبرې شوي، د دواړو هېوادونو ترمېنځه شراكتدارۍ ته وده وركوٶ، مونږ له شريك تجارت زياتولو ته اړتيا ده٬ د كومې حجم چې دا مهال لږ دے، په كومو منصوبو چې خبرې شوې دي دې ته به په يو مياشت كښې حتمي شكل وركٶ۔ ده ووئيل د مفاهمت ياددښتونو او لوظنامو سره به د دواړو هېوادونو اريكې لا قوي كولو له مرسته تر لاسه شي، په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو كښې مهم پېشرفت شوے، روابطو ته وده وركول ، ټرانسپورټ، توان، دفاعي پيداوار او په صنعتي څانګه كښې هم په مرسته خبرې شوي،د دفاعي ساز و سامان مشترکه تيارۍ لپاره به يو بل سره مرسته كوٶ۔ ده ووئېل د پاکستان دفاعي صنعت ډېره ترقي كړې ده٬ د آذربائيجان دفاعي صنعت هم وده مومي٬ د دفاعي پيداوار په څانګه كښې پاكستان مهم مقام لري۔ ده ووئيل پاکستان زمونږ نزدې دوست دے٬ د دواړو هېوادونو د اولسونو ترمېنځه روابط هم وده كوي٬ د ۔فضائي پروازونو سلسله هم په باقاعدګۍ سره روانه ده او دې كښې به نوره اضافه وشي۔ ده ووئيل سيمه ايز پرمختګ لپاره د مواصلاتي منصوبو وده ضروري ده۔ د وزيراعظم شهباز شريف لخوا د معرفي كړو اصلاحات د معيشت او سياسي استحکام په څانګه كښې په زړه پورې ننتيجې رامخئ ته كېږي٬ په نړيواله منظرنامه كښې پاکستان ته مهم مقام ترلاسه دے او ستاسو محنت او په دانشمندانه قيادت كښې د پاکستان په کاميابيو د يو ورور او دوست په حېث فخر كوٶ٬ د سباون په منصوبو او هلو ځلو كښې به هم د ورور په حېث ستاسو ملګرتيا كوٶ