آئي سي سي چيمپئنز ټرافي 2025 ٬ بنګله دېش او نيوزي لينډ کرکټ ډلو ترمينځه ميچ به سبا كيږي

پينډۍ 23 فروري (اے پي پي) آئي سي سي چيمپئنز ټرافي 2025 كښې د بنګله دېش او نيوزي لينډ کرکټ ډلو ترمينځه ميچ به (سبا) د ګل په ورځ د پينډۍ کرکټ اسټيډيم كښې كيږي۔ ميچ به ډے نائټ وي او پاکستان معياري وخت له مخې د ورځي دوه بجے به پېل كيږي۔ د دواړو ډلو ګروپ اے كښې پاکستان او هند شامل دي۔ نيوزي لينډ خپل وړومبي ميچ كښې پاکستان له په 60 رنزونو سره ماتې وركړې ؤ۔ کيويز به مچل سينټنر ليډ کوي دغسې نورو لوبغاړو كښې کين وليمسن ، ډيرل مچل ، ګلين فلپس ، ټام ليتھم ، مائيکل بريسويل، ډيون کونوے شامل دي۔ بنګله دېش خپلو وړمبي ميچ كښې د هند د لاسه په 6 وكټو ماتي سره مخ شوې ؤ۔ نجم الحسن شانتو به د بنګال ټائيګرز مشري كوي او نورو لوبغاړو كښې مشفق الرحيم ، مستفيض الرحمان ، تسکين احمد ، مهدي حسن ميراز، توحيد هردوئي شامل دي۔