
سوئيلي باغ 17 جون(اے پي پي)د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي چې پاکستان مسلم لیګ (ن) په ګوند كښې شاملېدونكو د بېلا بېلو ګوندونو كارمندانو هركلے كوي مونږ به نظام د ووټ په طاقت بدلوٶ٬ د ووټ د لارې به بدلون راځي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په سوئيلي باغ كښې كښې د مسلم ليګ (ن) كارمندانو په درناوي كښې د روژه ماتي دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ده ووئيل كاميابېدو سره به د كشمير د ترقۍ سفر پېل كوٶاو د اولس مسئلې به هوارو۔ ده ووئيل په بلوچستان كښې ضمني ټاكنې د رېنجرز په څارنه كښې شوې دلته به هم د پوځ په څارنه كښې ټاكنې كولې شي او چا ته به د ټګۍ كولو موقعه نه وركوٶ۔