اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د عبدالولي خان پوهنتون مردان وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر ظاهر شاه وئيلي دي په مورنۍ ژبه کښې تعليم د ماشوم بنيادي حق دے٬ په سرکاري سکولونو ، کالجونو او پوهنتونونو کښې تعلیم په مورنيو ژبو كښې پكار دے۔ ده دا خبره تېره ورځ د مورنو ژبو نړيوالې ورځ په موقع په پښتونخوا كالج آف ارټس كښې يو ورځني سېمينار ته خپلې وېنا كښې …
په مورنۍ ژبه کښې تعليم د ماشوم بنيادي حق دے ۔ وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر ظاهر شاه
اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) د عبدالولي خان پوهنتون مردان وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر ظاهر شاه وئيلي دي په مورنۍ ژبه کښې تعليم د ماشوم بنيادي حق دے٬ په سرکاري سکولونو ، کالجونو او پوهنتونونو کښې تعلیم په مورنيو ژبو كښې پكار دے۔ ده دا خبره تېره ورځ د مورنو ژبو نړيوالې ورځ په موقع په پښتونخوا كالج آف ارټس كښې يو ورځني سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دې موقع د پښتونخوا كالج آف ارټس پرنسپل پروفېسر فضل ستار دراني ٬ د پښتو څانګې مشر ډاکټر سيد ظفر الله بخشالے ٬ ميوزيم مشر ډاکټر اعجاز خان ، ډايريکټر ايډمنسټريشن پروفېسر فرهاد صافي ، ډاکټر فاروق ، ډاکټر طارق محمود او د ځوانانو همكاره اداره مردان مشر عثمان خان ، پروګرام کوارډينټر اسفنديار افندي ، کاظم خان ډپټي پروسټ ، ميډيا انچارچ عابد محمود په شمول د پوهنتون د بېلا بېلو څانګو مشرانو ګډون وکړو ۔ په د موقع وائس چانسلر پروفېسر ډاکټر ظاهر شاه سيمينار ته خپلې وينا کښې ووئيل په كورنۍ ژبه كښې تعليم د ماشوم بنيادی حق دے٬ ده ووئېل په ټولو سرکاري سکولونو کښې بنيادي تعلیم په مورنيو ژبو کښې پكار دے. دغسې ده د پښتو څانګې د هلو ځلو ستائنه كولو سره دوي لپاره د سكالرشپ اعلان وكړو۔ په دې موقع وائس چانسلر د کلتوري سټالونو او د ماشومانو لخوا د لګولې شوي مصورۍ څارنه هم وکړه۔ سېمينار ته خپلې وېنا كښې د پښتو څانګې مشر ډاکټر ظفر الله بخشالي ووئيل پكار ده چې پښتو ژبه په ټولو سرکاري او نجي سکولونو کښې لازمي مضمون وګرځولې شي او د خیبرپښتونخوا په نورو پوهنتونو کښې دې هم د پښتو څانګې پرانستلې شي. د يادونې وړ ده د سېمينار په دوېم پړاٶ كښې مشاعره ، د کلتوري سټالونو ننداره، اتڼ او يو لاريون هم وشو۔ د دې نه وړاندې د پوهنتون وائس چانسلر د نورو مشرانو په موجودګۍ كښې د پوهنتون په انګڼ كښې يو بوټے هم نال كړو.











