مير علي 21 فروري (اے پي پي) د پاك پوځ د اړخه مير علي، شمالي وزيرستان كښې ويړيا ميډيکل کيمپ ولګولے شو۔ ميډيکل کميپ كښې پوهانو ډاکټرانو، ايل ايچ ويز او هيلتھ ورکرز سټاف د رنځورانو معائنه وكړه۔ميډيکل سټاف د 391 څخه زياتو كسانو معائنه وكړه چې پكښې 171 څخه زيات ماشومان شامل وو۔د پاك پوځ د اړخه ويړيا ميډيکل کيمپ كښې قبائلي اولس له د كور په درشل ميډيکل …
شمالي وزيرستان كښې د پاك پوځ ويړيا ميډيکل کيمپ
مير علي 21 فروري (اے پي پي) د پاك پوځ د اړخه مير علي، شمالي وزيرستان كښې ويړيا ميډيکل کيمپ ولګولے شو۔ ميډيکل کميپ كښې پوهانو ډاکټرانو، ايل ايچ ويز او هيلتھ ورکرز سټاف د رنځورانو معائنه وكړه۔ميډيکل سټاف د 391 څخه زياتو كسانو معائنه وكړه چې پكښې 171 څخه زيات ماشومان شامل وو۔د پاك پوځ د اړخه ويړيا ميډيکل کيمپ كښې قبائلي اولس له د كور په درشل ميډيکل سپيشلسټ، پوهانو ډاكټرانو ، چائلډ اسپيشلسټ سره سره د ايکسرے، الټراساؤنډ او ليب ټيسټ په شان جديد سهوليات وركړي۔بل خوا قبائلي اولس د ماشومانو او ميرمنو له د كور په درشل طبي سهوليات په وركولو د پاك پوځ مننه وكړه











