لاهور۔19 فروري (اے پي پي) د نادرا د اړخه پخپله پاك آئي ډي اېپلي كېشن كښې نور نوي فيچر معارفي كړے شول۔ فنګر پرنټ او د پېژنګلۍ كولو په وخت پیښېدونكې ستونزې لرې كړې شوې۔ د نادرا وياند تر مخه صارفين د نادرا دفتر څخه اړوند ټول معلومات د دې ايپ په مرسته د خپل كور نه اغستلے شي۔د ناردا د اړخه د پي او سي لرونكو وګړو لپاره د …
نادرا په پاك آئي ډي ايپلې كېشن كښې نوي فيچر معارفي كړل ٬ د پي او سي لرونكو وګړو لپاره د ويډيو يا عكس د لارې د تصديق سهولت وركړے شو
لاهور۔19 فروري (اے پي پي) د نادرا د اړخه پخپله پاك آئي ډي اېپلي كېشن كښې نور نوي فيچر معارفي كړے شول۔ فنګر پرنټ او د پېژنګلۍ كولو په وخت پیښېدونكې ستونزې لرې كړې شوې۔ د نادرا وياند تر مخه صارفين د نادرا دفتر څخه اړوند ټول معلومات د دې ايپ په مرسته د خپل كور نه اغستلے شي۔د ناردا د اړخه د پي او سي لرونكو وګړو لپاره د وېډيو يا تصوير د لارې د تصديق اساني وركړې شوې او په شناختي دستاوېزات كښې د بدلون كولو عمل هم آسان كړے شوے۔ په پاك آئي ډي ايپ د پېچلې فنګر پرنټس طريقه كار د وړاندې نه بهتر او لا آسان كړے شوے۔ دغسې صارفين به د آټو مېټك مېسجنګ د لارې هر وخت د كوم هم دستاوېز په بابله خبر پاتې كېدے شي۔











