کوئټه 19 فروري (اے پي پي) د مسلم ليګ ن د قامي اسمبلۍ غړي سردار محمد يعقوب خان ناصر په بارکھان كښې د مسافرو د شناخت نه وروستو د وژلو د ترهګرۍ پېښې په سختو ټكو غندنه كولو سره د بې ګناه وګړو په شهادت د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔ د غندنې خپل بيان كښې ده د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل پاك پوځ او امنيتي ادارې به ترهګر او د دوي سهولت كار خپل انجام ته رسوي