د خيبر پښتونخوا وزيراعلی په مشرۍ كښې غونډه ٬ د بي آر ټي سروس تر نورو سيمو د غزولو پريكړه

پېښور ۔ 19 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين خان ګنډاپور په مشرۍ كښې غونډه وشوه په كومه كښې چې د پېښور بي آر ټي سروس نورو سيمو ته د عزولو پرېكړه وشوه۔ د سي اېم هاؤس لخوا د جاري شوي بيان له مخې مخ په زياتېدونكے اولسي ضرورت او طلب نظر كښې نيولو سره بي آر ټي سروس ته تر نورو سيمو د پراختيا وركولو …

پېښور ۔ 19 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين خان ګنډاپور په مشرۍ كښې غونډه وشوه په كومه كښې چې د پېښور بي آر ټي سروس نورو سيمو ته د عزولو پرېكړه وشوه۔ د سي اېم هاؤس لخوا د جاري شوي بيان له مخې مخ په زياتېدونكے اولسي ضرورت او طلب نظر كښې نيولو سره بي آر ټي سروس ته تر نورو سيمو د پراختيا وركولو پرېكړه وكړې شوه٬ په رنګ روډ، باړہ روډ او خېبر روډ به بی آر ټی سروس چلولې شي او دې لپاره د نورو بسونو د اغستلو پرېكړه وشوه۔ په بيان كښې وئيلې شوي چې په بی آر ټی بسونو كښې د مسافرو رش كمولو له نور 72 ډیزل هائی برډ بسونه اغستلې شي۔ د نوې بسونو اغستو او په نوې روټس د چلولو كار بشپړ كولو له د 6 مياشتو ډېډ لائن ټاكلے شوے دے۔ په غونډه كښې د بي آر ټي په پلازو د روان كار جاج هم واغستے شو۔ د چارواكو د بريفنګ له مخې مال آف حیات آباد او په ډبګري كښې به پلازې د روان كال تر پايې بشپړ كړې شي۔ په غونډه كښې په صوبائي پلازمينه كښې د ټرېفك مسئلو حل كولو له هم مهمې پرېكړې وكړې شوې