
دبئی۔19فروری(اے پی پی) د انټرنېشنل كركټ كونسل تر سېوري لاندې د آئي سي سي چېمپئنز ټرافي 9 م ايډيشن په پاكستان كښې پېل شوے په كوم كښې به چې د كركټ مينه والو ته د خوندورو او سختو مقابلو كتلو موقع ترلاسه شي۔ آئی سي سي چېمپئنز ټرافي كښې به (سبا) د زيارت په ورځ د يو بل مېچ پرېكړه اوشي په كوم كښې به چې د بنګله دېش او هند لوبډلو ترمينځه په دبۍ انټرنېشنل كركټ سټيډيم كښې مقابله وي۔ په آئی سي سي چېمپئنز ټرافي كښې 8 لوبډلې ټائټل ترلاسه كولو له په مېدان كښې دي په كومو كښې چې كوربه دفاعي چېمپئن پاکستان، بنګله دېش، افغانستان، هند ، نیوزی لېنډ، انګلېنډ ، آسټرېلیا او سوئيلي افريقه شاملې دي۔ د پاكستان لوبډله آئي سي سي چېمپئنز ټرافي كښې دفاعي چېمپئن ده۔ د آئی سي سي چېمپئنز ټرافي 9 اېډيشن كوربتوب پاكستان او متحده عرب امارات كوي۔ ټولې 8 لوبډلې په دوو ګروپونو وېشلې شوي۔ په ګروپ اے كښې دفاعی چېمپئن پاکستان، بنګله دېش، هند او نيوزي لېنډ او ګروپ بي كښې افغانستان، آسټریلیا، انګلېنډ او سوئيلي افريقه شاملې دي۔ په هر يو ګروب كښې دوه ټاپ لوبډلې به سيمي فائنل راؤنډ لپاره كواليفائي كوي۔ د آئی سي سي چېمپئنز ټرافۍ اولنے مېچ به د ګروپ اے لوبډلو پاكستان او نيوزي لېنډ ترمينځه په نېشنل سټيډيم كراچۍ كښې كيږي۔ دا مېچ به ډے اېنډ نائټ وي كوم به چې دوه بجې پېل كېږي۔ اولنے فائنل مېچ به په 4 مارچ او فائنل مېچ به په 9 مارچ كولې شي