
پیښور 19 فروري (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د خېبرپښتونخوا نوې تعينات شوي چيف سېكرټري شهاب علي شاه په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے ۔د پیښور ګورنر هاؤس چارواكو د اړخه جاري شوي بيان له مخې ګورنر شهاب علي شاه له په صوبه كښې په نوو او مهمو ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركړه۔ګورنر د شهاب علي شاه لپاره د چيف سيكرټري په حېثيت ذمه وارو ترسره كولو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔په ملاقات كښې د صوبې په انتظامي چارو٬ګډګورننس په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې كرم ضلع كښې د امن لپاره په بېلو انتظامي چارو هم خبرې وشوې