
کوئټه 19 فروري (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي ضلع بارکھان كښې د ترهه ګرۍ پېښې غندنه كولو سره وئيلي دي بے ګناه وګړي په نخښه كول يو ناوړه فعل او د نه قبلولو وړ جرم دے،د امن دښمنانو ناوړه بريد د نه زغملو دے او د دې به سخت ځواب وركولې شي۔خپل جاري كړي بيان كښې وزيراعليٰ ضلع بارکھان كښې د 7 بے ګناه مسافرو د بسونو څخه كوزول او د وژلو سخته غندنه وكړه ۔ ده وئويل ترهه ګر بے ګناه وګړي په نخښه كوي،د امن دښمنانو دا ناوړه بريد د نه قبلولو دے او د دې به سخت ځواب وركولې شي۔ده ووئيل پېښه كښې ككړ عناصر به انجام ته رسولې شي، پاکستانيان وژونكې ترهه ګر به انصاف سره مخ كولې شي