نوازشریف د پرمختګ ، خوشخالی او رڼاګانو امين دې

APP82-17 BAGH: June 17 – Special Assistant to PM on Political Affairs Dr Asif Kirmani addressing workers convention and election campaign of PML-N candidate Mushtaq Minhas at LA 14. APP photo by Saleem Rana

باغ 17 جون(اے پي پي)د وزیر اعظم د سياسي چارو سلاكار ډاکټر آصف کرماني وئيلي دي چې نوازشریف د پرمختګ ، خوشخالی او رڼاګانو مين دې٬ د مسلم ليګ (ن) په آزاد كشمير كښې حكومت كښې به څوك انصاف لپاره عدالت ته نه ځي٬ دا خوشحالي ، امن ، انصاف، پرمختګ به اولس ته د ھغوي چوكاټ دننه ترلاسه وي٬د بې وسه بچې به هم ډاكټر انجينئر او وكيل جوړېږي او د كوهاله په دواړو آړخو پاكستان به يو ډول خوشحال او پرمختګ كوٶنكي وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په سوئيلي باغ كښې كښې د مسلم ليګ (ن) كارمندانو په درناوي كښې د روژه ماتي دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل تېر وخت كښې چې تاسو چاته ووټ وركړې ھغې غلو او شوكمارو شوكه وكړه او د كشمير كاز ته ئې زيان رسولې٬ دلته كوم پرمختيائي كارونه نه دي شوې په آزاد کشمیر كښې د مسلم لیګ (ن) حکومت راتلو نه پس به نوازشریف دلته د سړكونو جال خپور كړي٬ د بې وسه بچې به هم ډاكټر انجينئر او وكيل جوړېږي او د كوهاله په دواړو آړخو پاكستان به يو ډول خوشحال او پرمختګ كوٶنكي وي۔ده ووئيل د جولائي په 21مه نيټه به پاکستان مسلم لیګ (ن) دلته هم په ټاكنو كښې كاميابېږي او ټول كشمير كښې به هم بريالې كېږي