کیپټن(ر) منیر اعظم د چیئرمين خيبر پښتونخوا پبلک سروس کميشن منصب سوګند پورته كړو

پېښور ۔ 19 فروری (اے پی پی) په ګورنر هاؤس پېښور كښې د خېبر پښتونخوا پبلك سروس نوي چيئرمېن د سوګند پورته كولو دستوره وشوه۔ د ګورنر هاؤس د چارواکو لخوا جاري شوي بيان ترمخه كېپټن (ر) منېر اعظم د خيبرپښتونخوا پبلک سروس کميشن د نوي چيئرمين منصب سوګند پورته كړو۔ ګورنر فيصل كريم كنډي كېپټن (ر) منېر اعظم څخه د خيبرپښتونخوا پبلک سروس کميشن د چيئرمين منصب سوګند واخست۔ په دستوره كښې د خېبر پښتونخوا چيف سېكرټري شهاب علي شاه په شمول د بېلو اتنظامي محكمو اعلی چارواكي او بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون وكړو۔ ګورنر د خېبر پښتونخوا پبلك سروس كمېشن نوي تعينات شوي چیئرمین کیپټن (ر) منیر اعظم ته په نوې ذمه وارو سبنالولو مباركي وركړه۔