کوئټه 18 فروري (اے پي پي) د بلوچستان صوبائي اسمبلي سپيکر کيپټن (ر) عبدالخالق خان اچکزئي سره د اروپائي ائتلاف د پاكستان مرستې لپاره د مشن مشر جيرون وليمز د نهې په ورځ ليدلي دي ۔ په ملاقات كښې د قانون سازۍ بهترۍ او د جمهوري اصولو ودې لپاره د عزم څرګندونه وشوه٬ په دې موقع د مشتركه مفادات په پراخه دائره كار هم د خيالاتو څرګندونه وشوه چې پكښې په خاص توګه د قانون سازۍ چارو ته په ودې وركولو او د جمهوري اصولو په قوي كولو زور رواړلے شو