د سېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر په پارلمان كښې د استسقاء مونځ له د اقدامات امر وكړو

اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سيدال خان ناصر په پارلمان كښې د استسقاء مونځ ادا كولو لپاره د اقدامات امر كړے۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې سينيټر پلوشه خان ووئيل په هېواد كښې د اوږدې مودې راهسې سوكړه ده ٬ باران نه دے شوے ٬ دې لپاره دې د پارلمان په ودانۍ كښې د استسقاء مونځ ادا كړے شي٬ په دې د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېنېټ سيکرټريټ ته په دې لړ كښې د اقدامات كولو امر وكړو