
پېښور 18 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ علي امين خان ګنډا پور سره د سرحد چيمبر آف کامرس اينډ انډسټريز پلاوي ليدلي دي ۔ د وزيراعلي هاٶس چارواكو لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې د صوبائي كابينې غړي مينا خان افريدي، عبد الکريم تورډھير، محمد اسرار سره سره د صعنت څانګې چارواكو او اړوند لوړ پورو ګډون كولو۔ په دې موقع پلاوي وزيراعليٰ په صوبه كښې صنعتکارو او سوداګرو ته د ورمخې ته مسئلو نه خبر كړو٬ وزيراعليٰ دوي ته ورمخې ته مسئلې په ترجيحي بنيادونو د حل كولو باور وركړو ۔ په دې موقع وزيراعليٰ ځائي صنعتكارو ته د مائننګ په څانګه كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه هم وركړه