
لاهور۔18فروری(اے پی پی) د انګلېنډ كركت لوبډله په آئي سي سي چېمپئنز ټرافي كښې ګډون كولو له پاكستان ته راورسېده۔ د انګلېنډ كركټ لوبډله د كپتان جوز بټلر په مشرۍ كښې د نهې په ورځ لاهور ته رارسېدلې۔ د پي سي بي وياند له مخې د كپتان او لوبغاړو په شمول د انګلېنډ 31 كسيزه ډله د دبۍ د لارې لاهور ته راورسېده۔ د هېډ کوچ برېنډن میکولم په شمول د انګلېنډ كركټ لوبډلې اېم ډي رابرټ هم لوبډلې سره پاكستان ته رارسېدلے دے۔ د انګلېنډ كركټ لوبډله به آئي سي سي چېمپئنز ټرافي كښې خپل ګروپ مېچونه لاهور او كراچۍ كښې كوي۔ دا ډله به خپل اولنے مېچ په 22 فرورۍ د خپل روايتي حريف آسټرېليا په ضد په قذافي سټيډيم لاهور ٬ دويم د افغانستان په ضد په 26 فرورۍ لاهور او درېم د سوئيلي افريقا په ضد د مارچ په اولنۍ نېټه نېشنل سټيډيم كراچۍ كښې كوي۔