ګورنر فيصل کریم کنډي سره د چیف سيکرټري ندیم افضل چوهدري د مخې ښې ملاقات

پېښور- 18 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي سره د خېبر پښتونخوا وظيفه ترسره كوونكي چیف سېکرټري ندیم افضل چوهدري په ګورنر هاؤس كښې د مخې ښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بیان له مخې ګورنر د وظيفه ترسره كوونكي چيف سېكرټري نديم افضل چوهدري په صوبه كښې ګډ ګورننس او انتظامي چارو سره اړوند خذمات وستائل۔ ګورنر ده ته د ده …

پېښور- 18 فروری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي سره د خېبر پښتونخوا وظيفه ترسره كوونكي چیف سېکرټري ندیم افضل چوهدري په ګورنر هاؤس كښې د مخې ښې ملاقات وكړو۔ د ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بیان له مخې ګورنر د وظيفه ترسره كوونكي چيف سېكرټري نديم افضل چوهدري په صوبه كښې ګډ ګورننس او انتظامي چارو سره اړوند خذمات وستائل۔ ګورنر ده ته د ده د خذماتو په اعتراف كښې يادګاري شيلډ او ډالۍ هم وړاندې كړه۔ ګورنر ووئيل په صوبه كښې مجموعي انتظامي چارو كښې د نديم افضل چوهدري خذمات د قدر وړ دي۔ ده د نديم افضل چوهدري نوو ذمه وارو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔