د بلوچستان وزيراعلی سره د سي اي او كيسكو ملاقات ٬ د بجلۍ په مسئلو او د شمسي توان په منصوبو د خيالاتو څرګندونه

کوئټه۔ 17 فروری (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي كېسكو ته امر كړے چې د بلوچستان اولس ته پېښې د بجلۍ مسئلو مستقل حل ولټوئ او د بجلۍ رسنه ښه كولو له دې كوټلي ګامونه پورته كړې شي٬ د كركيلې په څانګه كښې د توان متبادلې ذريعې به خپلول وي دغسې چې د كروندګرو مسئلې كمې شي او پېداوار زيات شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ سي اي او كېسكو سيد يوسف شاه سره د ملاقات په مهال وكړه۔ په دې موقع سي اي او سید یوسف شاہ د بلوچستان وزيراعلی ته د بجلۍ د رسنې نظام ته د پېښو چېلنجونو او په دې قابو موندلو له د اړوندو اقداماتو په اړه بريفنګ وركړو۔ وزیراعلیٰ ووئيل د ګرمۍ موسم راتللو څخه وړاندې دې په ګرمو سيمو كښې د برقي آلات د كمي او د نورو مسئلو مخنيوې وكړؤ شي دغسې چې د دغو سيمو اولس ستونزو څخه وساتلے شي۔ چیف اېګزېکټو آفیسر کېسکو وزیر اعلیٰ ته ووئيل د ګردې صوبې لرې پرتو سيمو ته د بجلۍ رسنې نظام ښه كولو له په بېلو منصوبو كار روان دے۔ دغسې د شمسي توان متبادل ذريعو ته ودې وركولو له هم اقدامات كولې شي۔ ده وزیراعلیٰ ته باور وركړو چې کېسکو اولس ته غوره آسانۍ وركولو له ټول صلاحيتونه كاروي او د بجلۍ مسئلو حل كولو له عملي ګامونه پورته كوي۔